TIGblogs TIG | TIGblogs GROUP TIGBLOGS LOGIN SIGNUP
Afghanistan
« previous 15


Khalilwardak   Khalilwardak Khalil Homaam's TIGblog
Khalil Homaam's profile

People Leave Managers not Organizations !
Translations available in: English (original) | French | Spanish | Italian | German | Portuguese | Swedish | Russian | Dutch | Arabic

This is one of the most important factor of employee turn-over in organizations. Many of you know that how much cost leaving of an employee to organization? So to reduce turn over organizations try to better its policies, compensation system, time schedule, change employees job description.., but the problem persists!! Why?

Most of the employees either I have met during my projects or visited/ asked them at personal meetings; they mentioned the only reason: The Miss-Behave of Immediate Boss!! And almost all of the employees are happy or at least can go with policies and regulations of organization.so employees to avoid "bad" managers they alwasys have one available option( to leave organization) !

How ever this point is not looking so scientific because it is not properly investigated and researched! But it is valid and reliable to be considered an important component in employee turn over. It is as I know you have free choice!

July 3, 2008 | 6:38 AM Comments  0 comments



Khalilwardak   Khalilwardak Khalil Homaam's TIGblog
Khalil Homaam's profile

زرګونه کاله ژوند وکړۍ :څنګه او په کومه طریقه فکر وکړو؟
Translations available in: Arabic (original) | French | Spanish | Italian | German | Portuguese | Swedish | Russian | Dutch | Arabic

زرګونه کاله ژوند وکړۍ څنګه او په کومه طریقه فکر وکړو؟

بله او ډیره مهمه موضوع داده چې څنګه او په کومه طریقه فکر وکړو؟ دغه موضوع بیا اروا پوهان په دریو مثالونو کې واضح کوي، مګر مخکې ددې یوه ډیره خوندوره ټوکه: وایې په یوه بازار کې ۳ قسمه مغزونه خرڅیدل ؛ په ۵۰۰۰، ۲۵۰۰۰، او ۵۰۰۰۰باندې ، ارزانترینه بیه ماغزه په ۵۰۰۰ باندې د انګریزانو وو چې ټول کار یې ترې اخیستۍ وا او اوس زاړه شوی وو، دوهمه بیه ۲۵۰۰۰ ماغزه د امریکایانو وو چې نیم یې استعمال کړي وو او لا نیم ماغزه یې پاتې وواو لږ نور یې هم کار ورکولای شوای، دریمه بیه ماغزه ۵۰۰۰۰ باندې د چینایانو وو چې هیڅ نه وو کاریدلي او بلکل کاغذ پیچ وو،نو بیه یې ځکه زیاته وه چې ښه او د ډیر وخت لپاره یې کار کولای شوای،کیدای شی زمونږ ماغزه هم پدې دریمه بیه کې راشي!

بیرته خپلې موضوع ته راځم؛ درۍ ډلې دي: اوله ډله داسې خلک دې چې هیڅ فکر نه کوي،بل چاته ګوري چې نور څه کوي دۍ يې هم کوي او که نور یې نه کوي کراره کراري وي. ددوی مثال دمیږیانو دی ، میږیان چې چیرته پاک وي که نا پاک راوړي یې او ګودامونه ترې ډکوي. دویم قسم خلک د تارکشې غوندې دي، تارکشه ټول تارونه دځان څخه راوباسي او بغیر د نورو دوسایلو نه ځانته کور جوړوي چې تر ټولو ضعیف کور ددې دی. دا قسم خلک هیچا ته غوږ نه نیسي، له خلکو او چاپیریال څخه نه زده کوي، ددوی کارونه لکه دتارکشې تارونه ضعیف او بې خونده وي. دریم قسم خلک هغه دي چې له نورو نه یې هم واوري، د نورو کارونه هم وګوري بیا یې دپاکو او مطمینو ځایونو نه راواخلي، صحیح او غلط یې معلوم کا، ښه یې واخلي بد یې پریږدي، او هغه هم ښه تحلیل کا او یوه ګټوره نتیجه ترې واخلي، ددوی مثال د شاتو دمچۍ هسې دی؛ دشاتومچۍ پاک پاک شیان را ټولوي لکه د ګلانو شیره ، خوږه او نور پاک او ګټورڅیزونه،بیا یې په سینه کې ښه حل او تجزیه کا او وروسته یې د خپلې ګټې دپاره ذخیره کا چې نور خلک هم د هغو نه ګټه اخلي . اروا پوهان وایې انسان باید دغسې فکر وکړي تر څو خپله آسوده او نور هم آسوده کا.
تاسې کیدای شي خبر وی چې امریکایي اتحاد یواځې د عراق په جنګ کې د۹۰۰ نه زیات درواغ ویلي چې تر اوسه په مختلفو جریدو او انټرنیټي صفحاتو کې ثبت دي، او دا هم درته معلومه ده جې سوړ جنګ امریکا په دوکه او درواغو باندې وګاټه، (ناسا) سپوږمۍ ته دختلو لپاره ۴۰ بیلیونه امریکایي ډالره پانګه درلوده، چې پدو بانې باید دوی انسانان پر سپوږمۍ ښکته کړي وای، مګر څو تجربې یي وکړې او ټولې ناکامه شوې، آخر یې پدې ۴۰ بلیونه امریکایي ډالرو یو فلم جوړ کړ، دا فلم ښیې چې امریکاېان پر سپوږمۍ کوز شوي او منډې را منډې وهي. فاکس بین المللي خبري اژانس پر هغه فلم څیړنه کړې او بیشماره درواغ یې پکښې په ګوته کړيدي، او هغه یې دنړۍ تر ټولو قیمتي کارټون بللۍ، پدې فلم امریکا دنړې ټول انسانان وغولول او ځان یې د نړۍ تر ټولو ستر ځواکمن کړ! دا صحیح ده چې ټول خلک تر ابده نشي دوکه کیداي، مګر ښه داده چې هر څه ته داسې وګورو لکه دشاتو مچۍ!

اخري او په زړه پورې موضوع د فکر کولو نقشه ده، چې ډیرې زیاتې او اکثره یې مغلقې دي یوه ډیره اسانه او ساده نقشه یې داده:

زړه ته راتلل/ حس کول
فکر کول/ تحلیل کول
عمل/ کار کول

ددې اصلي هدف دادی چې سمدستي او بې له فکراو سوچه په کار باید شروع ونشي ، ټولې خواوې یې ښې وڅیړل شي،(سواټ تجزیه) باید اجرا شي او خپله ددې کار په انجام فکر وشي.دا ټول کار باید په يوه دقیقه کې دننه ننه باید وشي تر څو هر تصمیم مو هوښیار تصمیم وي. دا موضوع په یوه ټوکه ختموم هغه داچې:وایې انګریزان له کارکولو مخکې فکر کوي چې څه کوم؟ امریکایان له کاره وروسته فکر کوي چې څه مې وکړل؟ مګر ... نه له کاره مخکې فکر کوي او نه وروسته !!

میاشتیني کارونه
اخري تاریخ د کار شروع وخت/ورځ غوښتنې کار ګڼه
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30